Search

په اندونیزیا کې د مسافر وړونکې بېړۍ له ډوبېدو وروسته د ۱۴۰ کسانو لټون روان دی

News image
22 وږی 1405 - 12:24 خالد حمیدزوی

د اندونیزیا د ژغورنې ادارې چارواکي وايي، د جاوا سمندرګي کې د یوې مسافر وړونکې بېړۍ له ډوبېدو وروسته د ۱۴۰ کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات روان دي.

د اندونیزیا د ژغورنې او لټون ادارې په وینا، په بېړۍ کې ټول ۲۴۳ کسان سپاره وو چې تر اوسه ۱۰۳ کسان ژغورل شوي دي. له ژغورل شویو کسانو څخه یو تن مړ شوی دی.

د ادارې د معلوماتو له مخې، بېړۍ د یکشنبې په سهار له خرابې هوا سره د مخ کېدو پر مهال له اړیکې پرې کېدو وروسته ورکه شوې وه. وروسته ادارې تایید کړه چې بېړۍ د جاوا په سمندرګي کې ډوبه شوې ده.

د دغې ادارې د بنجارماسین څانګې مشر، ای پوتو سودایانا، په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې ۱۰۳ کسان د بېلابېلو بېړیو په مرسته ژغورل شوي او ښايي له ژغورل شویو کسانو څخه ځینې د ختیځ جاوا یوه بندر ته ولېږدول شي.

هغه زیاته کړې چې د ژغورنې ډلې د بېړۍ د وروستي معلوم موقعیت پر لور استول شوې دي. د لټون په عملیاتو کې بېړۍ او یوه چورلکه هم کارول کېږي.

اندونیزیا د شاوخوا ۱۷ زره ټاپوګانو له امله د خلکو د تګ راتګ لپاره پر سمندري ترانسپورټ، په ځانګړي ډول بېړیو او کښتیو، ډېره تکیه کوي. سمندري سفر د هوايي سفر په پرتله د ډېرو خلکو لپاره ارزانه او د لاسرسي وړ دی.