ایران او متحده عربي اماراتو د بریکس سازمان د غړو هېوادونو له نورو غړو سره یوځای د منځني ختیځ د روانو ترینګلتیاوو د کمولو او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده.
رویټرز راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د نوي ډیلي په
بریکس غونډه کې د ګډون پر مهال د متحده عربي اماراتو د ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن
زاید النهیان سره هم لیدلي دي.
د راپور له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د سیمهییزو ترینګلتیاوو
پر کمولو، ثبات او د سیمې پر پرمختګ خبرې کړې دي.
د بریکس غړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې په منځني ختیځ کې د روانې
جګړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ټولو ښکېلو خواوو یې غوښتي چې له زغم څخه
کار واخلي، د ملکي وګړو او نړیوالې سوداګرۍ خوندیتوب ته پام وکړي او د هېوادونو
ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د بریکس غړو هېوادونو مشرانو په نوي ډیلي
کې د لوېدیځې اسیا د انرژۍ پر وضعیت هم خبرې کړې دي.
د بریکس مشرانو د نړیوالې سوداګرۍ او اکمالاتي ځنځیرونو د دوام، او
همداراز د انرژۍ د عرضې د خوندي ساتلو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی او په دې برخه
کې یې د همکارۍ هوکړه کړې ده.
دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې د روانو
ترینګلتیاوو له امله د سیمهییزو اکمالاتو او د بېړیو د تګ راتګ د احتمالي ګډوډۍ
په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د دغو اندېښنو له زیاتېدو سره په نړیوال بازار کې د تېلو بیې هم لوړې
شوې او د انرژۍ د عرضې د احتمالي ګډوډۍ په اړه وېره زیاته شوې ده.