Search

بلوچستان کې د پاکستان د ملي لوژستیک شرکت څلور کارکوونکي وژل شوي

News image
22 وږی 1405 - 09:30 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)— پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت په ګوادر سیمه کې له ایران سره پولې ته څېرمه د پاکستان د ملي لوژستیک شرکت څلور کارکوونکي د وسله‌والو کسانو په ډزو کې وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د جمعې په ماښام د «بي‌پي-۲۵۰» سرحدي پوستې ته څېرمه، د ګوادر ولسوالۍ د ساحلي ښار جیواني څخه شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې شوې ده.

ویل کېږي چې وسله‌والو تر ډزو وروسته د پاکستان د ملي لوژستیک شرکت د کارکوونکو پیک‌اپ موټر هم سوځولی دی.

د پاکستان یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رسنیو ته ویلي چې پولیسو د پېښې په سیمه کې یو پیک‌اپ موټر او یو موټرسایکل موندلي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د سیمې له پلټنې وروسته پولیسو د څلورو کسانو مړي په بېلابېلو ځایونو کې موندلي او وروسته څرګنده شوې چې هغوی د ملي لوژستیک شرکت کارکوونکي وو.

د چارواکي په وینا، دغه کسان د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا په ډزو وژل شوي دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او پاکستاني چارواکو هم د برید د انګېزې او عاملانو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

بلوچستان له څو لسیزو راهیسې د بېلتون‌پالو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو شاهد دی. دغه ډلې وخت ناوخت امنیتي ځواکونه، دولتي چارواکي، ملکي وګړي، زیربنایي پروژې او له نورو سیمو څخه راغلي کارګران په نښه کوي.

په همدې حال کې، پاکستاني امنیتي ځواکونو په وروستیو اوونیو کې په بلوچستان کې د وسله‌والو ډلو پر وړاندې خپل د ترهګرۍ ضد عملیات زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ تېره اوونۍ ویلي وو چې امنیتي ځواکونو په بلوچستان کې په څلورو بېلابېلو سیمو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د ترسره شویو عملیاتو پر مهال ۴۸ وسله‌وال وژلي دي.