Search

موندنې: په افغانستان کې د سرطان ناروغان یو نیم میلیون ته رسېدلي

News image
22 وږی 1405 - 09:16 خالد حمیدزوی

په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې بنسټ وايي، په هېواد کې اوس مهال لږ تر لږه یو نیم میلیون کسان پر سرطان اخته دي او هر کال شاوخوا ۵۰ زره نوې پېښې ثبتېږي.

د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې بنسټ په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د پېښو له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ د شنبې په ورځ، د وږي په ۲۱مه، ویلي چې په افغانستان کې د سرطان د ناروغانو شمېر لږ تر لږه یو نیم میلیون ته رسېږي.

د بنسټ د معلوماتو له مخې، هر کال په هېواد کې شاوخوا ۵۰ زره د سرطان نوې پېښې ثبتېږي. ویل شوي چې دغه شمېرې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو او د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ چمتو شوې دي.

د افغانستان د سرطان ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې بنسټ مشر، شفیق شینواري، ویلي چې د ملي او نړیوالو اټکلونو له مخې، د ښځو ترمنځ د سینې او رحم سرطان، او د نارینه‌وو ترمنځ د سږو، معدې، پروسټات او کولمو سرطانونه تر ټولو ډېر لیدل کېږي.

نوموړي ویلي چې له زړه ناروغیو وروسته، سرطان هر کال په افغانستان کې د ډېرو مړینو لامل کېږي.

په همدې حال کې، د سرطان متخصص ډاکټر رحیم ګل درویش وايي چې د سګرټو او نسوارو استعمال، د روغتیايي اصولو نه مراعاتول او ناسالم غذایي رژیم په هېواد کې د سرطان ناروغۍ د زیاتېدو له مهمو عواملو څخه دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل، ویلي چې اوس مهال په هېواد کې د سرطان د درملنې لسګونه مرکزونه فعال دي.

خو نوموړي ټینګار کړی چې روغتیايي نظام د سرطان د درملنې په برخه کې د اړینو طبي وسایلو او امکاناتو له جدي کمښت سره مخ دی.

د راپورونو له مخې، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سلګونه متخصص ډاکټران له افغانستان څخه لوېدیځو هېوادونو ته کډوال شوي دي. د متخصصو کادرونو ترڅنګ، د طبي وسایلو او درملنې د امکاناتو کمښت هم د سرطان ناروغانو لپاره ستونزې زیاتې کړې دي.

افغانستان کې یو شمېر سرطان ناروغان په تېرو کلونو کې د درملنې لپاره پاکستان ته تلل، خو د سرحدي لارو تړل کېدو او د پاکستان د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې د محدودیتونو له امله د دغو ناروغانو د درملنې بهیر له خنډونو سره مخ شوی دی.

ډاکټران وايي، د سرطان درملنه دوامدارې طبي پاملرنې او متخصص ډاکټر ته منظمې مراجعې ته اړتیا لري؛ خو په افغانستان کې د درملنې د امکاناتو کمښت او د تګ راتګ محدودیتونه د ډېرو ناروغانو د درملنې بهیر له ستونزو سره مخ کړی او د هغوی د مړینې خطر یې زیات کړی دی.