کابلټریبیون (کېټي)— سعودي عربستان له یوه ډرون برید وروسته د نفتو د لېږد یوه مهم پایپلاین د احتیاطي اقدام په توګه وتړه.
ویل کېږي چې دغه برید د عراق له خاورې ترسره شوی، چې له امله یې په
منځني ختیځ کې د شخړو د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې شوې دي.
د عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په برید کې یو شمېر کسان ټپیان
شوي او پایپلاین ته زیانونه اوښتي، خو د مالي او فزیکي زیانونو د کچې ارزونه لا
هم روانه ده.
دغه شاوخوا ۱۲۰۰ کیلومتره اوږد پایپلاین عربستان ته دا امکان برابروي
چې خپل خام نفت له هرمز تنګي څخه له تېرېدو پرته انتقال کړي. عربستان د نړۍ له تر
ټولو لویو خامو نفتو صادرونکو هېوادونو څخه دی.
رویټرز د بېړیو د څارنې شرکتونو او شنونکو په حواله راپور ورکړی چې
دغه پایپلاین د نړۍ د نفتو د اړتیا شاوخوا ۴ تر ۵ سلنه برخه انتقالوي.
عربستان ویلي، تر اوسه یې د دغه برید په غبرګون کې د متقابل اقدام
پرېکړه نه ده کړې. ریاض دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې د عراق لومړي وزیر له
سعودي چارواکو سره اړیکه ونیوله.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد د عراق د حکومت له هغو
هڅو ملاتړ کوي چې د عراق له خاورې پر ګاونډیو هېوادونو د بریدونو د مخنیوي لپاره
ترسره کېږي.