Search

بښنې نړیوال سازمان: د افغانستان لپاره د تحقیقي میکانیزم عملي کېدل دې چټک شي

News image
18 وږی 1405 - 09:53

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)-- د بښنې نړیوال سازمان د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ، د وروستي راپور هرکلی کړی او د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره یې د خپلواک تحقیقي میکانیزم د ژر عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه سازمان ویلي چې هېوادونه باید دې خپلواک میکانیزم ته کافي مالي ملاتړ برابر کړي، څو وکولای شي ژر تر ژره خپله دنده او ټاکل شوی ماموریت پیل کړي.

بښنې نړیوال سازمان په خپله څرګندونه کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې دوام لري او د طالبانو فرمانونه او مقررات سخت محدودیتونه، بدني سزاوې او تبعیضي تګلارې بنسټیزوي.

د سازمان په وینا، د طالبانو د محکمو د جزايي اجراآتو مقررات د شکنجې او بدني سزاوو زمینه برابروي او د ګڼو جرمونو لپاره د اعدام سزا ته اجازه ورکوي.

دغه سازمان ویلي چې د طالبانو قوانین د ښځو او قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې تبعیض هم لا ژوروي. د بښنې نړیوال سازمان په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې لا هم ښځې د دې ډلې د حجاب او جامو د مقرراتو د سرغړونې په تور نیسي.

بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي او د حساب ورکونې لپاره د تحقیقاتي میکانیزم د فعالیت زمینه برابره کړي.

دغه سازمان همدارنګه له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانانو جبري ستنول ودروي او د «نه جبري ستنولو» نړیوال اصل رعایت کړي؛ هغه اصل چې له مخې یې هېڅوک باید داسې ځای ته ونه ستول شي چې هلته د ځورونې، تاوتریخوالي یا نورو جدي ګواښونو سره مخ وي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د بشري حقونو د سرغړونو د دوام، د بشري ناورین د ژورېدو او له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغانانو د پراخو جبري ستنولو په شرایطو کې، نړیواله ټولنه باید د افغانستان د وضعیت په اړه لا جدي او عملي اقدامات وکړي.