کابلټریبیون (کېټي)-- د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لېنډسي، ویلي چې هېواد یې تېر کال لږ تر لږه ۵ میلیونو افغانانو ته د ژوند ژغورنې مرستې برابرې کړي، چې درې میلیونه یې ښځې او نجونې وې.
لېنډسي د اېکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې بریټانیا خپلې مرستې هغو ځایونو ته رسوي چې اړتیا ورته ډېره وي.
د هغه په وینا، د بریټانیا په دغو مرستو کې روغتیايي خدمتونه، خواړه او تغذیه، اوبه او حفظالصحې او د خلکو د معیشت ملاتړ شامل وو.
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي زیاته کړې چې د تېر کال په اوږدو کې د برېتانیا د ژوند ژغورنې مرستې لږ تر لږه پنځه میلیونو افغانانو ته رسېدلې دي.