Search

طالبانو په هرات کې د یوه ځوان د وژنې پېښه شخصي دښمني بللې

News image
16 وږی 1405 - 12:32 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)-- په هرات ولایت کې د طالبانو د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وايي، عبدالقدیر پهلوان‌زاده د شخصي دښمنۍ او غچ‌اخیستنې له امله وژل شوی دی.

سعیدي د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۱۶مه، د طالبانو اړوند «حریت راډیو» سره په خبرو کې وویل چې پهلوان‌زاده یو کال مخکې د فضل احمد په نوم یو کس وژلی و او تېره جمعه د فضل احمد زوی د خپل پلار د وژنې په غچ کې هغه وواژه.

د نوموړي په وینا، د وژنې اصلي تورن او د هغه ملګري نیول شوي او د قانوني بهیر لپاره محکمې ته سپارل شوي دي.

خو تر دې مخکې د عبدالقدیر پهلوان‌زاده کورنۍ ته نږدې سرچینو ویلي وو چې نوموړي له هېچا سره شخصي دښمني نه‌لرله. دغو سرچینو له طالبانو غوښتي وو چې د هغه د وژل کېدو څرنګوالی په جدي ډول وڅېړي.

عبدالقدیر پهلوان‌زاده د تېرې جمعې په ورځ د هرات ښار د «پسته نمبر یک» سیمې ته څېرمه، د نبي‌زاده د تېلو پمپ په سیمه کې د څو وسله‌والو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.

له دې وړاندې ځینو سرچینو د هغه د وژنې مسوولیت «طالبانو اړوندو کسانو» ته منسوب کړی و، خو طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه رسمي څرګندونې نه‌دي کړې.

د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي چې د عبدالقدیر پهلوان‌زاده جسد د یکشنبې په سهار د هرات ښار د «پشت جوی نو» په سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي په وینا، طالبانو د وژل شوي کس کورنۍ ته اجازه نه‌ده ورکړې چې د عبدالقدیر پهلوان‌زاده لپاره د فاتحې مراسم ترسره کړي.