کابلټریبیون (کېټي)-- د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې ایراني چارواکو یو ۲۹ کلن افغان بندي، چې د پولیسو له ډزو وروسته یې د تګ راتګ وړتیا له لاسه ورکړې وه، په دار سره اعدام کړی دی.
د هنګاو د بشري حقونو سازمان په وینا، ولیجان نورزی، چې د افغانستان د فراه ولایت اوسېدونکی و، د چهارشنبې په ورځ، د
سپټمبر په دویمه، د کرمان ولایت د رفسنجان په مرکزي زندان کې اعدام شو.
د دې سازمان په وینا، نورزي د اعدام پر مهال په ویلچر کې ناست و.
هینګاو ویلي چې نورزي درې کاله مخکې په رفسنجان کې د عمدي قتل د یوې
قضیې په تړاو د ایراني پولیسو له خوا تعقیب شو. د راپور له مخې، پولیسو تر نیول کېدو مخکې پر هغه ډزې وکړې او سخت یې
ټپي کړ.
د بشري حقونو دې ډلې ویلي چې د ډزو ټپونه دومره سخت وو چې نورزي
وروسته د تګ راتګ وړتیا له لاسه ورکړه او د خپلو بند د درې کلونو موده یې په ویلچر
کې تېره کړه.
د هینګاو په وینا، د ایران قضایه قوې هغه وروسته د عمدي قتل په تور د
اعدام په سزا محکوم کړ او په پای کې په ویلچر کې د ناستې په حالت کې په دار وځړول
شو.
د ایران دولتي رسنیو او د قضایه قوې اړوندو رسنیو تر اوسه د دغه اعدام
په اړه څه نه دي ویلي.
د هینګاو راپور په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی او ایراني چارواکو هم
تر اوسه د راپور شوي اعدام په اړه په عامه توګه تبصره نه ده کړې.