کابلټریبیون (کېټي) په مصر کې یوې محکمې د ټلوېزیون مشهوره ویانده سارا خلیفه او ۱۱ نور کسان د صنعتي نشهیي توکو د تولید او قاچاق په یوه پراخه قضیه کې د اعدام په سزا محکوم کړي دي.
د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، ۳۹ کلنه
خلیفه، چې د جرمونو او امنیتي مسایلو په اړه د «ناممکن ماموریت» په نوم د
ټلوېزیوني خپرونې د کوربتوب له امله پېژندل کېږي، د یوې منظمې شبکې د جوړولو په
تور محکومه شوې ده.
د قضیې د تورونو له مخې، دغې شبکې د رواني اغېز لرونکو نشهیي توکو د
تولید لومړني مواد له هېواده بهر واردول او په دوو اپارتمانونو کې، چې د
لابراتوارونو په توګه کارېدل، نشهیي توکي تولیدول او وېشل.
د څېړنو پر مهال له دغې ډلې څخه تر ۷۵۰ کیلوګرامه ډېر نشهیي توکي او
د هغو لومړني مواد کشف او ضبط شوي دي. چارواکو همداراز ویلي چې له ډلې څخه یوه
اندازه بېاجازې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
محکمې سارا خلیفه په یوه بله جلا قضیه کې د یوه ځوان سړي د تښتولو او
وهلو ټکولو په تور هم په پنځو کلونو بند محکومه کړې ده.
د مصر د قضايي بهیر له مخې، د اعدام حکم له وروستي کېدو مخکې د ستر
مفتي نظر ته استول کېږي. د محکمې د پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنې امکان هم
شته.