کابلټریبیون (کېټي)-- د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک وايي، په ټول هېواد کې د اېټياېم دستګاوو د شمېر د زیاتولو لپاره هڅې روانې دي، څو د خلکو لپاره نغدو پیسو او بانکي خدمتونو ته لاسرسی اسانه شي.
د دغه بانک ویاند، حسیبالله نوري، ویلي چې د اېټياېم دستګاوو
زیاتول د خلکو لپاره د نغدو پیسو ترلاسه کولو او بانکي خدمتونو ته د لاسرسي په
اسانتیا کې مهم رول لري.
نوري زیاته کړې چې په ټول هېواد کې د بانکي خدمتونو د پراختیا او ښه
والي لپاره هم هڅې دوام لري.
د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، اوس
مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۵۰ د اېټياېم دستګاوې فعالې دي.
دغه بانک وايي، د اېټياېم دستګاوو د شمېر د لا زیاتولو لپاره هڅې
روانې دي، څو بانکي خدمتونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراخ او خلکو ته د لاسرسي
وړ شي.