Search

یونیسف: په افغانستان کې ۴.۹ میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري

News image
13 وږی 1405 - 13:40

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)-- د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي چې اټکل کېږي د روان میلادي کال په اوږدو کې په افغانستان کې شاوخوا ۴.۹ میلیونه ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.

یونیسف ویلي چې د خوړو ناامني، د کډوالو پراخه بېرته ستنېدنه، د ناروغیو خپرېدل او طبیعي پېښې د افغانستان بشري ناورین لا پسې ژوروي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې اټکل کېږي چې شاوخوا ۳.۷ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.

یونیسف زیاته کړې چې په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو د حادې خوارځواکۍ کچه بحراني پړاو ته رسېدلې ده.

یوازې د جولای په میاشت کې یونیسف او د دې ادارې همکارانو ۱.۱ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له پلوه معاینه کړي او ۱۰۴ زره او ۶۰۲ ماشومان یې د درملنې لپاره ثبت کړي دي.

له دې ډلې، ۵۹ زره او ۲۴۶ ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ او ۴۵ زره او ۳۵۶ نور له لوړ خطر لرونکې منځنۍ کچې خوارځواکۍ سره مخ وو.

یونیسف ویلي چې د جولای په میاشت کې د افغانستان په کچه د درې زره او ۵۰۰ روغتیايي مرکزونو او ۱۵ زره سیمه‌ییزو روغتیايي مرکزونو له لارې د تغذیې خدمتونه وړاندې شوي دي.

همدارنګه، ۱۰.۳ میلیونه د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ عمر لرونکو ماشومانو ته د ویټامین «اې» مکملونه ورکړل شوي او له ۱۸۰ زرو څخه ډېرو سرپرستانو ته د میندو، نویو زېږېدلو او کم عمره ماشومانو د تغذیې په اړه مشورې ورکړل شوې دي.

له ۱۳۵ زرو څخه ډېرو امیندواره ښځو ته هم د ګڼو مایکرو غذایي موادو مکملونه ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په یو وخت له څو بشري بحرانونو سره مخ دی. د یونیسف د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې ۱۱.۶ میلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د راپور له مخې، شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان هم بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف ویلي چې ښځې او نجونې د هغو محدودیتونو له امله په ځانګړي ډول زیان‌منې دي چې زده‌کړو، کار، په عامه ژوند کې ګډون او بنسټیزو خدمتونو ته یې پر لاسرسي اغېز کړی دی.