Search

بوسنیا د کرویشیا پولې ته نږدې د ۱۸ افغانانو په ګډون ۹۶ کډوال نیولي

News image
13 وږی 1405 - 09:11 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)-- بوسنیايي سرحدي پولیسو د کرویشیا پولې ته نږدې ۹۶ کډوال نیولي چې د هغوی له ډلې ۱۸ افغان وګړي دي.

د بوسنیا پولیسو د چهارشنبې په ورځ په دوو جلا عملیاتو کې د ۹۶ کډوالو د غیرقانوني تګ مخه ونیوله.

په لومړیو عملیاتو کې، د بیستریتسا په سیمه کې ۶۳ کسان ونیول شول چې ۴۰ یې د پاکستان او ۲۳ نور د بنګله‌دېش وګړي وو.

پولیسو د هماغې ورځې په ماښام د ۳۳ کډوالو یوه بله ډله هم ونیوله چې ۱۸ افغانان، ۱۳ بنګله‌دېشیان او دوه پاکستانیان پکې شامل وو.

د بوسنیا رسنیو د سرحدي پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دغو کډوالو غوښتل په غیرقانوني ډول د کرویشیا له پولې واوړي. پولیسو د کډوالو د لېږد لپاره دوه کښتۍ هم ضبط کړې دي.

ټول نیول شوي کډوال د بوسنیا د امنیت وزارت د بهرنیو اتباعو ادارې ته سپارل شوي دي.

د بوسنیا د امنیت وزارت د شمېرو له مخې، د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې دې هېواد ته د غیرقانوني کډوالو د ننوتلو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا ۶۷ سلنه زیات شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، د اوړي په میاشتو کې هم هره میاشت له ۱۱۰۰ څخه ډېر غیرقانوني کډوال په بوسنیا کې پېژندل شوي دي.

ډېری کډوال بوسنیا د اروپايي ټولنې هېوادونو ته د رسېدو لپاره د ترانزیټي لارې په توګه کاروي او په اوسط ډول شاوخوا دوه اوونۍ په دې هېواد کې پاتې کېږي، څو د کرویشیا له پولې د اوښتو لاره ومومي.