Search

اوچا: په جولای کې د بشري مرستو پر وړاندې محدودیتونو ۱۸ پروګرامونه ځنډولي

News image
12 وږی 1405 - 11:44 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)-- د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو پر وړاندې محدودیتونو د جولای په میاشت کې د ۱۸ مرستندویه پروګرامونو د لنډمهال ځنډېدو لامل شوي.

د اوچا په وینا، د ښځو پر کار او ګډون محدودیتونو هم د مرستندویه فعالیتونو پر بهیر اغېز کړی دی.

اوچا په خپله نوې ارزونه کې ویلي چې د جولای په میاشت کې یې د بشري مرستو د لاسرسي ۳۰ پېښې ثبت کړې دي. که څه هم دا شمېر د جون میاشتې د ۶۰ پېښو په پرتله ۵۰ سلنه کم شوی، خو د دغو محدودیتونو عملي اغېزې لا هم د پام وړ دي.

د راپور له مخې، له دغو ۳۰ پېښو څخه ۱۸ د بشري مرستو د پروګرامونو د لنډمهال ځنډېدو او دوه نورې د مرستندویه مرکزونو د موقتي تړل کېدو لامل شوې. د جولای تر پایه ۱۱ پېښې هوارې شوې وې، خو ۱۹ نورې لا هم ناحل شوې پاتې وې.

اوچا ویلي چې په بشري فعالیتونو کې لاسوهنه د لاسرسي تر ټولو ډېره راپور شوې ستونزه وه او ۱۶ پېښې یې جوړولې. پر مرستندویه کارکوونکو، شتمنیو او مرکزونو د تاوتریخوالي ۱۲ پېښې ثبت شوې، په داسې حال کې چې دوه پېښې د مرستندویه ادارو، کارکوونکو او توکو د تګ راتګ له محدودیتونو سره تړاو لرلو.

د ښځو پر ګډون محدودیتونه

د اوچا د راپور له مخې، د جولای په میاشت کې د جنسیت اړوند محدودیتونو ۱۱ پېښې ثبت شوې. په دغو پېښو کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو د ګډون محدودول، د ښځو لپاره د محرم د ملتیا شرط، د لباس د اصولو پلي کول او د ښځو پر ګمارنه او خدماتو ته د هغوی پر لاسرسي محدودیتونه شامل دي.

په ارزګان ولایت کې، د ښځینه معلومات راټولوونکو لپاره مخکې ورکړل شوې اجازه د معلوماتو راټولولو له پیلېدو سره سم بېرته واخیستل شوه.

اوچا ویلي چې د ښځو پر بشري فعالیتونو محدودیتونه د مرستندویه ادارو وړتیا اغېزمنولی شي، په ځانګړي ډول د اړمنو ښځو او نجونو د مرستې ترلاسه کولو په برخه کې.

مرستندویه کارکوونکي نیول شوي

اوچا د بشري مرستندویه کارکوونکو، شتمنیو او مرکزونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲ پېښې هم ثبت کړې دي.

په هرات ولایت کې، د یوه ساختماني کار د لنډمهال ځنډ پر مهال یو د ساختماني چارو څارونکی، یو امنیتي ساتونکی او پنځه کارګران ونیول شول. ډېری نیول شوي کسان وروسته خوشې شول، خو د ساختماني چارو څارونکی د جولای تر ۲۸مې پورې په بند کې پاتې و.

په یوه بله پېښه کې هم په هرات کې دوه مرستندویه کارکوونکي نیول شوي وو.

د راپور د لنډیز له مخې، د جولای په میاشت کې هېڅ مرستندویه کارکوونکی نه دی وژل شوی، ټپي شوی او یا تښتول شوی، خو ۱۲ کارکوونکي نیول شوي وو.