Search

ملګري ملتونه: د زلزلې له امله په ختیځ کې د بیا رغونې اړتیاوې ۱۸۱.۱ میلیون ډالره اټکل شوي

News image
10 وږی 1405 - 12:20

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)-- د ختیځ افغانستان د ویجاړوونکې زلزلې له تېرېدو یو کال وروسته، د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام وایي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې د بیا رغونې اړتیاوې ۱۸۱.۱ میلیون ډالره اټکل شوې دي. د دغه نهاد په وینا، زرګونه کورنۍ لا هم د خپلو کورونو او د ژوند د عاید سرچینو په بیا رغولو بوختې دي.

یوان‌ډي‌پي په یوه نوي راپور کې ویلي، دغې زلزلې چې د ۲۰۲۵ کال د اګسټ پر ۳۱مه وشوه، د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼې سیمې اغېزمنې کړې. په راپور کې راغلي په دغه زلزه کې،۱،۹۹۲ کسان وژلشوي او ۳،۶۳۱ نور ټپیان. له ۸،۲۰۰ څخه ډېر کورونه ویجاړ یا زیانمن شول، چې تر ټولو سخت زیانونه په لیرې پرتو او سخت‌لاسرسي لرونکو کلیوالي سیمو کې اوښتي دي.

د چټکې بیا رغونې د اړتیاوو ګډې ارزونې، چې یوان‌ډي‌پي یې د اسیا پراختیايي بانک، نړیوال بانک او اروپايي ټولنې په همکارۍ مشري کړې، اټکل کړی چې زلزلې ۸۶.۲ میلیون ډالره زیانونه اړولي دي. د ارزونې له مخې، په راتلونکو درېیو کلونو کې د بیا رغونې اړتیاوې ۱۸۱.۱ میلیون ډالره اټکل شوې دي.

د ننګرهار ولایت د سوتان کلی د سخت ځپل شویو سیمو له ډلې و. د یوان‌ډي‌پي په وینا، په دې کلي کې ۱۲ کسان ووژل شول، ۶۷۷ اوسېدونکي اغېزمن شول، ۵۰ سرپناوې ویجاړې شوې او شاوخوا ۳۰۰ نورې سختې زیانمنې شوې.

دغه ناورین هغه کورنۍ هم اغېزمنې کړې چې په دې وروستیو کې له پاکستانه بېرته راستنې شوې وې. په کلي کې پنځه راستنېدونکې کورنۍ، چې مخکې یې هم د بې‌ځایه کېدو تجربه لرله، د زلزلې له امله یو ځل بیا له خپلو کورونو بې‌ځایه شوې.

یوان‌ډي‌پيویلي چې د کوریا جمهوریت او د دې ادارې د نورو بحراني سرچینو په ملاتړ د بیا رغونې هڅو تمرکز د کورونو پر بیا جوړولو، د اساسي خدمتونو پر بېرته فعالولو او د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې د ټولنو د زیان‌مننې پر کمولو دی.

د دې ادارې په وینا، د زلزلې پر وړاندې د مقاومت وړ ۲۰۵ ودانیو په جوړولو کې یې مرسته کړې، چې په کې د زیان‌منو کورنیو لپاره ۲۰۳ سرپناوې او دوه روغتیايي مرکزونه شامل دي. کورنیو د مالکیت پر بنسټ د بیا رغونې په دغه بهیر کې د ودانولو له لګښتونو څخه له ۱۰ تر ۵۰ سلنې پورې برخه اخیستې ده.

یوان‌ډي‌پيد سېلابونو او ځمک‌ښوېدنو پر وړاندې د ساتنې له پروژو هم ملاتړ کړی، چې د ۳۵ کورونو او شاوخوا ۷۵۰ جریبه، یا نږدې ۱۵۰ هکټاره، کرنیزې ځمکې په ساتنه کې مرسته کوي.

د دغو پروژو له لارې ۷۱۹ ځايي کارګرانو، چې ۱۸۸ یې ښځې وې، له ۱۱ زرو څخه ډېرې کاري ورځې ترلاسه کړې او د موقتي عاید زمینه ورته برابره شوه. دغو کارونو له ټولنو سره د راتلونکو طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او ساتنې په پیاوړتیا کې هم مرسته کړې ده.

کرنه په سوتان کې د خلکو د عاید یوه مهمه سرچینه ده، او یوان‌ډي‌پي ویلي چې د زیانمنو اوبو رسولو او اوبولګولو زیربناوو په رغولو سره یې شاوخوا ۵۰۰ جریبه، یا نږدې ۱۰۰ هکټاره، کرنیزې ځمکې ته اوبه رسولي دي.

د یوان‌ډي‌پي په وینا، د ۳۴۰ کیلوواټه ظرفیت لرونکې د لمریزې او اوبو برېښنا ګډه شبکه له زلزلې زیانمنه نه شوه. دغه شبکه لا هم د سوتان په ګډون په اتو کلیو کې شاوخوا ۱۲ زرو خلکو ته برېښنا برابروي.

دې ادارې ویلي چې د سوتان تجربه ښيي چې بیړنۍ مرستې باید له اوږدمهاله بیا رغونې سره وتړل شي، په ځانګړي ډول په هغو ټولنو کې چې د پرله‌پسې زلزلو، سېلابونو او ځمک‌ښوېدنو له ګواښ سره مخ دي.

د ناورین له تېرېدو یو کال وروسته، د بیا رغونې د اړتیاوو پراخوالی هغه ننګونې په ډاګه کوي چې د ختیځ افغانستان اغېزمنې ټولنې لا هم ورسره مخ دي، ځکه دوی هڅه کوي خپل کورونه بیا ورغوي، د ژوند د عاید سرچینې بېرته فعالې کړي او د راتلونکو طبیعي پېښو لپاره چمتووالی ونیسي.