Search

شهباز شریف د ټرانس-افغان اورګاډي پروژې د چارو د چټکتیا غوښتنه وکړه

News image
10 وږی 1405 - 09:02 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي)-- د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره په لیدنه کې د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي پټلۍ، یا «ټرانس-افغان» پروژې د چارو د چټکتیا غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د صدراعظم دفتر ویلي، دغه لیدنه د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.

شهباز شریف د پروژې د ګډې امکان‌سنجۍ د څېړنې د ژر بشپړېدو او د شته څو اړخیزو ټرانسپورټي لارو د لا پراخې استفادې پر اړتیا ټینګار کړی دی.

هغه د ټرانس-افغان اورګاډي پټلۍ پروژه د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره مهمه بللې او ویلي یې دي چې دغه پروژه به ازبکستان ته د پاکستان بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

ازبکستان، افغانستان او پاکستان تېر کال د چنګاښ په میاشت کې د دې پروژې د ګډې امکان‌سنجۍ پر ترسره کولو هوکړه وکړه، خو د اورګاډي پټلۍ عملي جوړولو چارې تر اوسه نه دي پیل شوې.

تر دې مخکې د ازبکستان د ترانسپورټ وزارت یوه مرستیال ویلي وو چې د ټرانس-افغان پروژې د جوړولو لګښت زیات شوی او د نویو ارزونو له مخې ښايي له اوو میلیاردو ډالرو واوړي. د دې پروژې لګښت مخکې شاوخوا ۴.۶ میلیارد ډالره اټکل شوی و.

د پروژې د چارو د چټکتیا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ اړیکې سختې ترینګلې شوې دي. د دواړو خواوو ترمنځ سرحدي نښتې شوې او پاکستان د افغانستان په خاوره کې بریدونه هم کړي دي.

سرحدي ترینګلتیاوو د دواړو هېوادونو د پولې د تړل کېدو او د سوداګریزو تبادلو د ځنډېدو لامل هم شوی دی. پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو او د سوداګریزو اړیکو د محدودولو له لارې پر طالبانو د فشار د زیاتولو هڅه کړې ده.

د روانو ترینګلتیاوو له امله لا څرګنده نه ده چې پاکستان او د طالبانو اداره به د ټرانس-افغان پروژې د عملي کولو لپاره، چې نږدې امنیتي، سیاسي او تخنیکي همکارۍ ته اړتیا لري، څنګه په ګډه کار وکړي.

د شهباز شریف او شوکت میرضیایف په لیدنه کې د پاکستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا هم ټینګار شوی او دواړو هېوادونو هدف ټاکلی چې دوه اړخیزه سوداګري تر ۲۰۲۹ کال پورې دوه میلیاردو ډالرو ته ورسوي.

د ټرانس-افغان اورګاډي پټلۍ پروژه د سیمې د نښلونې له مهمو طرحو څخه ګڼل کېږي. د دې پروژې د عملي کېدو په صورت کې به د مرکزي اسیا هېوادونو ته د سوداګرۍ نوې لارې برابرې شي او افغانستان به د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي دهلېز په توګه مهم رول ولوبوي.