Search

طالبان وایي د افغان خبریال بشیر هاتف د زوی د وژنې په تړاو دوه کسان نیول شوي

News image
9 وږی 1405 - 11:42 خالد حمیدزوی

د کابل لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ وايي، د عبدالله هاتف، چې د افغان خبریال بشیر هاتف زوی و، د وژنې په تړاو دوه کسان نیول شوي او له هغوی څخه څېړنې روانې دي.

هغه ویلي، د عبدالله هاتف جسد څو ورځې وړاندې د کابل ښار په اتمه ناحیه کې موندل شوی دی.

تر اوسه د دغو دوو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د حریت رادیو د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، راپور ورکړی چې خالد ځدراڼ ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې عبدالله هاتف له څو ملګرو سره د چکر لپاره له کوره وتلی و او وروسته یې جسد موندل شوی دی.

د راپور له مخې، د هغه جسد د مړینې د علت معلومولو لپاره عدلي طب ته لېږل شوی، خو د څېړنو پایله لا نه ده وروستۍ شوې.

عبدالله هاتف د زمري له ۲۶مې راهیسې د کابل ښار د میوند په سړک کې ورک شوی و، د هغه ګرځنده ټیلیفون هم له هماغه مهال څخه بند و. د هغه کورنۍ د نوموړي له ورکېدو وروسته د هغه د موندلو لپاره لټون پیل کړی و.

عبدالله هاتف د افغانستان د خبریال بشیر هاتف زوی و. بشیر هاتف د خبریالانو د اړیکو او روزنې مرکز بنسټګر او اجرائیوي مشر او د افغانستان د خبریالانو د بنسټونو د فدراسیون د رهبرۍ د پلاوي غړی دی.

د طالبانو د استخباراتو او امر بالمعروف ځواکونو بشیر هاتف د ۱۴۰۴ کال د زمري په دویمه په کابل کې، د «ان‌ټي‌وي جاپان» له خبریال شکیب احمد نظري او د «توانا» خبري اژانس له مسوول مدیر اباذر صارم سرپلي سره یوځای نیولی و.

بشیر هاتف تر خپلې محکومۍ د مودې له تېرولو وروسته له بګرام زندان څخه خوشې شو او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.