Search

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت په افغانستان کې د څه باندې ۱۰۰ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوی

News image
8 وږی 1405 - 15:53

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د بودیجې کمښت د څه باندې ۱۰۰ روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو لامل شوی، چې له امله یې میلیونونه ماشومان د ژوند ژغورونکو روغتیايي او تغذیه‌یي خدمتونو له کمښت سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نړیوالو اړیکو په برخه کې د سرمنشي مرستیالې میلیسا فلیمینګ د شنبې په ورځ په اېکس کې ویلي، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدل په داسې مهال دي چې افغانستان د ماشومانو د خوارځواکۍ له مخ پر پراخېدونکي بحران سره مخ دی.

فلیمینګ ویلي، په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان په حادې خوارځواکۍ اخته دي، چې له دې ډلې نږدې یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له شدیدې او ژوند ګواښوونکې بڼې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د چارواکې په وینا، د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو د حادې خوارځواکۍ له امله د اغېزمنو ماشومانو لپاره درملنې، درملیزو خوړو او نورو اړینو تغذیه‌یي خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

دا وضعیت وروسته له هغې رامنځته شوی چې د ملګرو ملتونو ادارو او بشري مرستو رسوونکو بنسټونو له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د نړیوالې بودیجې د پام وړ کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

مرستندویه ادارې وايي، د مالي سرچینو د کمښت له امله اړې شوې چې د روغتیا، تغذیې او بېړنیو مرستو یو شمېر پروګرامونه محدود یا بند کړي، په داسې حال کې چې په هېواد کې د بشري مرستو اړتیاوې لا هم لوړې دي.

په میلیونونو افغانان، په ځانګړي ډول ماشومان، امیندواره ښځې او بې‌ځایه شوې کورنۍ، د لومړنیو روغتیايي خدمتونو او خوراکي مرستو لپاره پر بشري مرستو متکي دي.

افغانستان له څو لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو او پرله‌پسې طبیعي پېښو وروسته لا هم له پراخ بشري بحران سره مخ دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که د بشري مرستو لپاره د بودیجې کمښت دوام وکړي، ښايي نور روغتیايي او تغذیه‌یي مرکزونه او پروګرامونه هم وتړل شي یا خپل فعالیتونه کم کړي. دغه وضعیت کولی شي د ناروغیو، لوږې او د مخنیوي وړ مړینو خطر زیات کړي.

بشري مرستندویه بنسټونو له نړیوالو بسپنه‌ورکوونکو غوښتي چې افغانستان ته خپلې مالي مرستې زیاتې کړي. د دوی په وینا، افغانستان د نړیوالو مالي مرستو له کمېدو سره سره لا هم د نړۍ له سترو بشري بحرانونو څخه دی.

د مرستو د بودیجې کمښت په داسې مهال دی چې بشري ادارې اړې دي د خپلو محدودو سرچینو پر بنسټ پرېکړه وکړي چې کوم پروګرامونه فعال وساتي، او روغتیايي او تغذیه‌یي خدمتونه د دغو پرېکړو تر ټولو زیان‌منو برخو کې شامل دي.