Search

د طالبانو درې کسیز پلاوی د افغان پناه‌غوښتونکو د ایستلو پروسې لپاره جرمني ته تللی

News image
7 وږی 1405 - 12:28 خالد حمیدزوی

کابل‌ټربیون (کې‌ټي) د جرمني «ان‌ډي‌آر» رسنۍ راپور ورکړی چې د طالبانو درې کسیز پلاوی جرمني ته رسېدلي او ټاکل شوې شاوخوا درې اوونۍ په دغه هېواد کې پاتې شي، څو افغانستان ته د افغان پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره د اړینو تخنیکي چارو زمینه برابره کړي.

د «ان‌ډي‌آر» د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی تېره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ جرمني ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، پلاوي له کابل څخه تر وتلو وروسته په قطر کې تم شوی او هلته د جرمني په سفارت کې ورته د ۳۰ ورځو اعتبار لرونکې ویزې صادرې شوې دي.

د جرمني دغه رسنۍ وايي، د طالبانو پلاوی اوس مهال په برلین کې د افغانستان په سفارت کې، چې د ګرونوالډ په سیمه کې موقعیت لري، مېشت دی. ټاکل شوې د پلاوي غړي راتلونکې اوونۍ بن او مونیخ ښارونو ته هم سفر وکړي؛ هغه ښارونه چې د افغانستان قونسلګرۍ پکې فعالیت لري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام جرمني ته د دغه پلاوي حضور تایید کړی دی. د وزارت په وینا، د پلاوي ماموریت له افغانستان ته د افغان اتباعو د لا ډېرو بېرته ستنولو سره تړاو لري.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د «اړینو تخنیکي شرایطو د ژر برابرولو» لپاره یې یوه «تخنیکي ملاتړ کوونکې ډله» هم په لنډمهاله توګه جرمني ته استولې ده.

طالبانو تر اوسه جرمني ته د خپل پلاوي د سفر په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

تېر کال هم د طالبانو دوه ډیپلومات جرمني ته تللي وو

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم د طالبانو دوه ډیپلومات جرمني ته تللي وو. د راپور له مخې، له دغو کسانو یو یې اوس په عملي توګه په برلین کې د افغانستان د سفارت چارې پر مخ وړي او بل یې په بن ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ مسوولیت لري.

د جرمني حکومت ویلي چې د دغو ډیپلوماتانو دنده له بهر مېشتو افغانانو سره د قونسلي خدمتونو وړاندې کول او افغانستان ته د افغان پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو بهیر اسانه کول دي. دا موضوع د جرمني د واکمن ائتلاف په هوکړه کې هم شامله شوې وه.

«ان‌ډي‌آر» وايي، د طالبانو دغه پلاوی تېر کال هم جرمني ته تللی و، خو هغه مهال یې د سفر اجنډا بل ډول وه. د دغه رسنۍ په وینا، د پلاوي هدف د افغانستان د پخواني حکومت له لوري جرمني ته د استول شویو ډیپلوماتانو له دندو لرې کول وو.

په همدې حال کې، د جرمني چارواکو په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره د هغو افغان پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه څو پړاو خبرې کړې دي چې د جرمني حکومت یې په جرمونو تورنوي.

خو د جرمني حکومت د طالبانو له چارواکو سره د تعامل دغه لړۍ د بشري حقونو د ځینو مدافعانو او سازمانونو له نیوکو سره مخ شوې ده. هغوی دغه تعامل له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو هڅه بللې او له جرمني حکومت څخه یې غوښتي چې دا بهیر ودروي.