Search

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د یو شمېر ساري ناروغیو پېښې زیاتې شوې

News image
5 وږی 1405 - 16:54 خالد حمیدزوی

کابل‌ټریبیون (کې‌ټي) – د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د جولای په میاشت کې په افغانستان کې د ډینګي تبې، کووېډ-۱۹، نس ناستې او تنفسي ناروغیو پېښې د تېرې میاشتې په پرتله زیاتې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې ویلي، موسمي ناروغیو او د روغتیايي امکاناتو کمښت د افغانستان پر کمزوري روغتیايي نظام فشار لا زیات کړی دی. د افغانستان روغتیايي سیسټم لادمخه د مالي، روغتیايي کارکوونکو او بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ دی.

د راپور له مخې، په جولای کې د ډینګي تبې ۴۷۳ مشکوکې پېښې ثبت شوې چې د جون د ۲۵۵ پېښو په پرتله ۸۵.۵ سلنه زیاتوالی ښيي. له جنوري راهیسې د ډینګي تبې له امله د مړینې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ډینګي د پېښو زیاتوالی د تېرو درېیو کلونو له موسمي وضعیت سره سمون لري.

د کووېډ-۱۹ پېښې هم زیاتې شوي

په جولای کې د کووېډ-۱۹ تایید شوې پېښې ۷۹.۳ سلنه زیاتې شوې دي. په جون کې ۸۷ پېښې ثبت شوې وې، خو په جولای کې دغه شمېر ۱۵۶ ته لوړ شوی دی.

د راپور له مخې، د مشکوکو کووېډ-۱۹ پېښو ۱،۴۸۸ نمونې په دولتي لابراتوارونو کې ازمویل شوې چې ۱۰.۵ سلنه یې مثبتې وې. له جنوري راهیسې د کووېډ-۱۹ له امله د مړینې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

له اوبو کموالي سره د حادې اوبه‌ناکې نس ناستې پېښې هم ۳۱.۶ سلنه زیاتې شوې دي. د دغو پېښو شمېر په جون کې ۱۸،۲۳۲ و، خو په جولای کې ۲۳،۹۸۵ ته لوړ شوی دی.

په جولای کې د دغې ناروغۍ له امله ۱۴ کسان مړه شوي چې د جون له شمېر سره برابر دی. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دغې ناروغۍ د پېښو زیاتوالی د هغې له کلني موسمي وضعیت سره سمون لري.

د تنفسي ناروغیو له امله ۱۹۸ مړینې

د روغتیا نړیوال سازمان په جولای کې د حادې تنفسي ناروغۍ او سینه‌بغل ۷۸،۰۸۲ پېښې ثبت کړې چې د جون په پرتله ۱۸.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.