Search

لغمان کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي دي

News image
1 وږی 1405 - 15:12 خالد حمیدزوی

د طالبانو تر واک لاندې د لغمان ولایت قوماندانۍ ویلي چې د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لار، د دغه ولایت اړوند د ابریښم تنګي په سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله پنځه تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یوه هندي ریکشه د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله له لویې لارې منحرفه شوې او سیند ته لوېدلې ده، چې له امله یې د ریکشې چلوونکي په ګډون یو پلار او زوی خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور کسان، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د لغمان ولایت امنیه قوماندانۍ د عبور او مرور شرطی اړوند منسوبین د پېښې سیمې ته رسېدلي، پېښه یې له نږدې څېړلې او ټپیان یې د لا ښې درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته انتقال کړي دي.»