د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په بدخشان، تخار، بغلان، کونړ، نورستان، پنجشېر، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د بارانونو د ورښت او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې، د دغه خبردارۍ د نېټې د اعتبار موده د وږي لومړۍ پورې ټاکلې ده.
د هوا پېژندې ریاست په وینان، د هېواد په مرکزي، ختیځو، سویل ختیځو او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو او خاورو د را الوتو اټکل کړی دی.
چارواکو له اغېزمنو سیمو څخه له اوسېدونکو غوښتي چې اړین احتیاطي تدابیر ونیسي او د سیندونو له غاړو او هغو نورو سیمو څخه ډډه وکړي چې د ناڅاپي سېلابونو له خطر سره مخ دي.
په خبرتیا کې له سیمهییزو چارواکو هم غوښتل شوي چې د احتمالي سېلابونو لپاره چمتووالی ونیسي او د خطرونو د کمولو او د سختو بارانونو د اغېزو د مدیریت لپاره لازم اقدامات وکړي.
وروستیو سېلابونو زیانونه اړولي
په وروستیو میاشتو کې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې زیانونه اړولي دي.
د تېرې میاشتې په لومړیو کې، د پنجشېر، پروان، لوګر او خوست ولایتونو اوسېدونکو د سختو بارانونو وروسته د سېلابونو د راوتلو خبر ورکړ او ویې ویل چې دغو سېلابونو ځايي خلکو او ټولنو ته مالي او نور زیانونه اړولي دي.