د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په درېمه لوبه کې ایرلنډ ته د درېو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او د ۲۰۲۷ کال د یو ورځنيو سیالیو نړیوال جام کې یې خپل ځای تثبیت کړ.
افغانستان د رحمن الله ګربز او راشد خان د غوره توپوهنې پرمټ د یوې
خورا جالبې لوبې وروسته د ایرلنډ د ۲۰۷ منډو هدف د خپلو ۷ لوبغاړو پرمټ ترلاسه کړ.
په دغه بریا سره، افغانستان په جنوبي افریقا کې د ۲۰۲۷ کال د یو ورځني
نړیوال جام سیالیو ته خپل ځای تثبیت کړ او د دغو ۵ یو
ورځنیو نړیوالو سیالیو په لوبلړۍ کې ۲-۰ مخکېوالی ترلاسه کړ.
د افغان لوبډلې په ګټه رحمن الله ګربز ۷۱، راشد خان ۳۷، صدیق الله اتل
۲۷ او حشمت الله شهیدي ۲۲ منډې جوړې کړې.