ټرېنډ نیوز راپور ورکړی چې د ازبکستان د فرغانې ولایت او افغان سوداګرو د وروستیو خبرو پر مهال د ګډو پانګونې پروژو د پلي کېدو د چټکتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر ګډو هڅو هوکړه کړې ده.
د فرغانې سیمهییزې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت والي خیرالله بوزوروف د «ایمرالد ډایمونډ ټرېډېنګ» شرکت له رییس عبدالحمید انیوري، د «کام ایر» له رییس عتیق عظیمي، د «تاج محل پټرولیم» له رییس عبداللطیف نوروزي او د دوی له سیمهییزو شریکانو سره په لیدنه کې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د عملي ګامونو په اړه خبرې کړې دي.
ټرېنډ نیوز راپور ورکړی چې دغه لیدنه د جولای په ۲۶مه او ۲۷مه افغانستان ته د فرغانې د یوه پلاوي له سفر وروسته ترسره شوې ده. د دغه سفر پر مهال د فرغانې چارواکو او سوداګرو په کابل او مزارشریف کې له افغان چارواکو او سوداګرو سره لیدنې کړې وې او په دواړو ښارونو کې یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د «فرغانې سوداګریزو مرکزونو» د پرانیستلو مراسم هم ترسره کړي وو.
د فرغانې سیمهییزې ادارې په وینا، دواړو لورو هوکړه کړې چې د ګډو پانګونې پروژو پلي کول چټک کړي، دوه اړخیزه سوداګري زیاته کړي او اقتصادي همکاریو ته نوې کچه ورکړي.
په خبرو کې د افغانستان د سفر پر مهال د شوې هوکړو د عملي پروژو په بدلولو، د پانګونې د نویو فرصتونو په موندلو او د پولې له لارې د سوداګرۍ په پراختیا تمرکز شوی دی.
ټرېنډ نیوز ویلي چې افغان سوداګرو له فرغانې له شرکتونو سره د سوداګرۍ، کرنې، هوايي چلند، انرژۍ او لوژستیک په برخو کې د همکاریو لېوالتیا ښودلې او په دغو برخو کې یې څو نوي نوښتونه هم وړاندې کړي دي.
خیرالله بوزوروف د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د فرغانې د ژمنتیا پر بیا ټینګار سربېره ویلي چې سیمهییزه اداره د ګډو پروژو د پلي کېدو ملاتړ او د سوداګرو ترمنځ د لا نږدې همکاریو د اسانتیا لپاره چمتو ده.
د فرغانې سیمهییزې ادارې په وینا، دغه لیدنه د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا د روان بهیر څرګندونه کوي. دواړه لوري هڅه کوي سوداګري پراخه، پانګونه زیاته او نوې سوداګریزې همکارۍ رامنځته کړي.