Search

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له نیوزیلنډ سره لوبه کوي

News image
15 زمری 1405 - 11:24 حمیم حلیم

ټاکل شوې چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن، پنجشنبه، د کانټینینټل کپ سیالیو په لړ کې خپله څلورمه لوبه د نیوزیلنډ د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه لوبه به د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته په ۳:۳۰ بجې پیل شي.

د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ لوبه د تایلنډ په کوربه‌توب ترسره کېږي.

افغانستان په دغو سیالیو کې خپلې لومړۍ دوه لوبې له تایلنډ او ویتنام څخه بایللې، خو په درېیمه لوبه کې یې له روسیې سره مساوي کړې ده.

د کانټینینټل کپ سیالۍ د اګست له لومړۍ تر شپږمې نېټې د تایلنډ په کوربه‌توب ترسره کېږي. په دې سیالیو کې د افغانستان، تایلنډ، ویتنام، نیوزیلنډ او روسیې پنځه لوبډلې ګډون لري او دغه سیالۍ د ګډون کوونکو لوبډلو لپاره د نړیوالو سیالیو د چمتووالي مهم فرصت بلل کېږي.