Search

دایکندي کې درې ځوانان د لمبېدو پر مهال مړه شوي

News image
15 زمری 1405 - 10:57 حمیم حلیم

د دایکندي ولایت د طالبانو د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې درې ځوانان د دغه ولایت په لزیر سیند کې د لمبېدو پر مهال اوبو ډوب کړي او مړه شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه ځوانان چې عمرونه یې د ۲۱ او ۲۲ کلونو ترمنځ وو، پرون د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۱۴مه، مازیګر شاوخوا ۴:۳۰ بجې د دایکندي مرکز نیلي ښار اړوند د جوزک کلي په سیمه کې په یاد سیند کې د لمبېدو پر مهال اوبو ډوب کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې د دغو ځوانانو د موندلو لپاره شاوخوا دوه نیم ساعته پلټنې وشوې او وروسته یې جسدونه وموندل شول او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

په افغانستان کې د اوړي په موسم کې د سیندونو، بندونو او نورو اوبو کې د لمبېدو پر مهال د خلکو د ډوبېدو پېښې تکرارېږي. د اوبو د ژوروالي، د لامبو وهلو د مهارتونو د نشتوالي او د خوندیتوب د لازم تدابیرو نه مراعاتول د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.