کابلټریبیون (کېټي) — یو شمېر رسنیو د پکتیا ولایت ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو ترمنځ سخته نښته شوې، چې له امله یې دواړو لورو ته د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.
د سرچینو په وینا، نښته د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ په سرحدي
سیمه کې، د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د کورمې سیمې ته څېرمه شوې ده.
ځینو سرچینو ادعا کړې چې په دې نښته کې دواړو لورو ته مرګژوبله
اوښتې، خو د تلفاتو کره شمېر لا نه دی معلوم.
د راپورونو له مخې، د ډزو د تبادلې پر مهال د پاکستان لوري ته د پولې
په اوږدو کې د پیواړ پر یوه استوګنیزه سیمه هم یو توغندی لګېدلی دی.
تر اوسه د احتمالي ملکي تلفاتو، مالي زیانونو او د نښتې د پیل د لامل
په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. همداراز، د نښتې په اړه د پاکستاني او طالب
چارواکو رسمي څرګندونې لا نه دي ترلاسه شوې.