Search

د بې‌وزلۍ نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه د خوندي استوګنځایونو پر ارزښت ټینګار کوي

News image
4 ساعته مخکې ساجده ستانکزی

نن د اکتوبر ۱۷مه، د بې‌وزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. دغه ورځ سږ کال د «ټولو لپاره خوندي کورونه» تر شعار لاندې نمانځل کېږي، چې موخه یې د خوندي او مناسبو استوګنځایونو پر اهمیت ټینګار او د بشري حقونو او انساني کرامت خوندیتوب ته د پام رااړول دي.

ملګري ملتونه وايي، اوس‌مهال په ټوله نړۍ کې تر ۲.۸ میلیاردو ډېر کسان د استوګنې له نامناسبو شرایطو سره مخ دي او بې‌وزله وګړي د دغو ستونزو تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د ښځو چارو سازمان ویلي، چې ښځې له دوه ګوني کړکېچ سره مخ دي: «په بې‌وزلۍ کې یې ونډه زیاته ده، خو د بې‌وزلۍ د له منځه وړلو په پرېکړه‌نیونکو مقامونو کې یې استازیتوب کم دی.»

دغه سازمان ټینګار کوي چې د بې‌وزلۍ له منځه وړل د بشري حقونو د خوندیتوب، انساني کرامت او سولې له ټینګښت سره نږدې اړیکه لري. د ملګرو ملتونو په وینا، ټولو خلکو ته د خوندي او مناسبو استوګنځایونو برابرول د بې‌وزلۍ د کمولو او د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره مهم دي.

د بې‌وزلۍ نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي، یان اېګلنډ، خبرداری ورکړی چې د روان کال په ژمي کې به د افغانستان شاوخوا درېیمه برخه وګړي له لوږې سره مخ شي.

د نوموړي دغه خبرداری په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پراخوالي او د زیان‌منونکو کورنیو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتوي؛ هغه کورنۍ چې د بې‌وزلۍ، د استوګنې د نامناسبو شرایطو او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ دي.