Search

ایران خلیجي هېوادونو ته: د امریکا د بیا برید په صورت کې به د سیمې د انرژۍ تاسیسات په نښه کړو

News image
15 زمری 1405 - 10:47

ایران د خلیج هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که امریکا یو ځل بیا پر ایران برید وکړي، تهران به په ټوله سیمه کې د انرژۍ تاسیسات او حیاتي زېربناوې په نښه کړي.

دغه خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې تهران له واشنګټن سره له عربي متحدانو هم غوښتي چې د کړکېچ د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وهڅوي، څو دیپلوماتیکو هڅو ته بېرته راوګرځي.

رویټرز د چهارشنبې په ورځ، د زمري په ۱۴مه، د پنځو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دغه خبرداری د ډونالډ ټرمپ له هغې ګواښ وروسته، چې د ایران د انرژۍ پر زېربناوو یې د برید خبره کړې وه، د لوړې کچې دیپلوماتیکو اړیکو له لارې د سیمې هېوادونو ته رسول شوی دی.

د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سعودي عربستان، قطر او ترکیې له بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان د پوځ له قوماندان سره په ټیلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې د امریکا هر نوی برید به د امریکايي شتمنیو او د خلیجي هېوادونو د انرژۍ د تاسیساتو پر وړاندې له متقابل غبرګون سره مخ شي.

یوه سیمه‌ییزه سرچینه رویټرز ته ویلي چې تهران په ټولو دغو خبرو کې یو شان پیغام ورکړی دی: ایران د ځواب ورکولو لپاره چمتو دی، خو دیپلوماتیک حل د سیمې د پراخې جګړې او ویجاړۍ د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لاره بولي.

د سرچینو په وینا، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان هم له ډونالډ ټرمپ سره په خبرو کې غوښتي چې پر ایران پوځي اقدام وځنډوي، اوربند وساتي او خبرې بېرته پیل کړي. په ورته وخت کې، قطر، عمان او سعودي عربستان هم له واشنګټن غوښتي چې له تهران سره د کړکېچ له زیاتولو ډډه وکړي.

رویټرز د یوه ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د نوي برید په صورت کې ایران د خلیجي هېوادونو د انرژۍ تاسیسات، د تېلو چاڼځایونه، د برېښنا شبکې، د اوبو زېربناوې، د ترانسپورټ شبکې او د تېلو میدانونه احتمالي هدفونه ګڼي.

راپور زیاتوي چې تهران په ۲۰۱۹ کال کې د سعودي عربستان پر ارامکو د تېلو پر تاسیساتو د برید یادونه کوي او هڅه کوي امریکا او متحدانو ته یې وښيي چې هر نوی پوځي اقدام کولی شي د ټولې سیمې او د نړۍ د انرژۍ بازار لپاره پراخې اقتصادي او امنیتي پایلې ولري.

رویټرز په پای کې د یوه لوړپوړي سیمه‌ییز دیپلومات له قوله ویلي چې د هوکړې د ترلاسه کولو پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه یو دا دی چې واشنګټن داسې لاسته راوړنه غواړي چې وکولای شي په دغه تقابل کې یې د بریا د نښې په توګه وړاندې کړي؛ په داسې حال کې چې تهران هم هڅه کوي د دیپلوماتیک فشار او متقابل ګواښ له لارې د یوې پراخې جګړې له رامنځته کېدو مخنیوی وکړي.