Search

د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د هرمز او باب‌المندب تنګي پر امنیت ټینګار کړی

News image
15 زمری 1405 - 07:10

د سعودي عربستان، ترکیې، پاکستان او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو د اردن په پلازمېنه عمان کې په څلور اړخیزه لیدنه کې د هرمز او باب‌المندب تنګیو له لارې د سمندري لارو د امنیت پر تأمین او د کښتۍ‌چلونې د آزادۍ پر ساتلو ټینګار وکړ.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس «واس» د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۱۵مه، راپور ورکړی چې دغه لیدنه په اردن کې د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه‌ییزې غونډې په څنډه کې شوې ده.

د راپور له مخې، د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان آل سعود، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په دې غونډه کې ګډون کړی و.

په دې لیدنه کې د څلورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او د امنیتي ننګونو د حل لپاره د روانو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

دوی همداراز د دیپلوماتیکو حل‌لارو د ملاتړ پر دوام او د منځګړیتوب د هڅو پر پیاوړتیا ټینګار کړی، څو په سیمه کې ثبات او امنیت وساتل شي.