Search

بدخشان کې ترافیکي پېښې دوه کسان وژلي دي

News image
14 زمری 1405 - 12:42

د بدخشان ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، د فیض‌اباد ـ کشم پر لاره په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان وژل شوي دي.

د کامګار په وینا، د پېښې قربانیان د شغنان ولسوالۍ اوسېدونکي رجب او خضرنظر دي چې په دې ترافیکي پېښه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه زیاته کړې، رجب په دې وروستیو کې د فاریاب پوهنتون له زده‌کړو فارغ شوی و او د کور پر لوري د ستنېدو پر مهال په دغه ترافیکي پېښه کې وژل شوی دی.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې د مرګ‌ژوبلې له مهمو لاملونو څخه دي. د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د ترافیکي اصولو نه مراعات، د سړکونو خراب وضعیت او د موټرو تخنیکي ستونزې د دغو پېښو له مهمو عواملو څخه ګڼل کېږي.