Search

ننګرهار کې د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوبو پروژې پیلېږي

News image
14 زمری 1405 - 10:19

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، له جاپانۍ «پي.اېم.اېس» موسسې سره یې د ۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د اوبو د یو شمېر پروژو د پلي کولو تړون لاسلیک کړی دی.

دغه وزارت د زمري په ۱۳مه، ۱۴۰۵، سه‌شنبه ویلي چې تړون د اوبو او انرژۍ وزارت د وزیر ملا محمد یونس اخندزاده او د یادې موسسې د استازي ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د تړون له مخې، «پي.اېم.اېس» موسسه به د راتلونکو دوو کلونو په موده کې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د اوبو د مدیریت او تمویل اړوند پروژې پلي کړي.

د وزارت په وینا، په دې پروژو کې د ۱۰ چک‌ډېمونو، درې حوضونو، درې سربندونو او درې کانالونو جوړول شامل دي. دغه موسسه به د یوه کاریز د بیارغونې چارې هم ترسره کړي.

د سرچینې په خبره، د پروژو د پلي کېدو پر مهال به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو وروسته به شاوخوا ۳۰۵ هکټاره کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو له اسانتیاوو برخمنه شي.

شالید: د افغانستان په ډېرو سیمو کې د اوبو کمښت او د اوبو لګولو د زیربناوو محدودیت د کرنې پر فعالیتونو اغېز کوي. د چک‌ډېمونو، کانالونو، سربندونو او کاریزونو جوړول او بیارغول د اوبو د زېرمه کولو او مدیریت ترڅنګ، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د کلیوالو د معیشت په پیاوړتیا کې مهم رول لري.