Search

شاوخوا ۶۵ زره راستنو شوو کورنیو ته د کورونو جوړولو لپاره ځمکې ورکړل شوې

News image
14 زمری 1405 - 10:10 حمیم حلیم

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، تر اوسه یې ۶۵ زره او ۱۵۴ راستنو شوو افغان کډوالو کورنیو ته د کورونو جوړولو او دایمي مېشتېدو په موخه ځمکې ورکړې دي.

دغه وزارت د زمري په ۱۴مه، ۱۴۰۵، چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ځمکو د وېش لړۍ لا هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې روانه ده.

د وزارت په وینا، د راستنو شوو افغان کډوالو د مېشتولو لپاره د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۶۰ ښارګوټي ځانګړي شوي دي. د سرچینې په خبره، په ځینو ښارګوټو کې د ځمکو د وېش بهیر روان دی او په ځینو نورو کې یې تخنیکي چارې دوام لري.

په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د راستنېدو له زیاتېدو سره، د دایمي مېشتېدو، سرپناه، کار او لومړنیو خدمتونو اړتیا هم زیاته شوې ده. د راستنو شوو کورنیو لپاره د استوګنې د ځمکو برابرول د هغوی د دایمي مېشتېدو له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي.