د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي او په ۱۲ ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي خطرناکې کچې ته رسېدلې چې د دغه سازمان په وینا، تر اوسه تر ټولو لوړه ثبت شوې کچه ده.
د خوړو نړیوال پروګرام د زمري په ۱۴مه، ۱۴۰۵ په یوه تازه خبرتیا کې ویلي، له هرو درېیو افغانانو یو یې له سختې خوړو ناامنۍ سره مخ دی، خو دغه سازمان کولی شي، له هرو نهو هغو کسانو څخه چې له سختې لوږې سره مخ دي، یوازې یوه ته خوراکي مرسته ورسوي.
دغه سازمان وايي، جګړه، پراخه بېکاري، د خوراکي توکو د بیو لوړوالی، د بشري مرستو د تمویل کمېدل او د اکمالاتي لارو ګډوډېدل په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې سختوي.
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف ویلي، له ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې د نږدې ۶ میلیونه افغانانو بېرته راستنېدو پر یوه له وړاندې کمزوري اقتصاد اضافي فشار راوستی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د ماشومانو حاد کموزني، چې د خوارځواکۍ تر ټولو خطرناکه بڼه ګڼل کېږي، د افغانستان په درېیمه برخه ولایتونو کې خطرناکې کچې ته رسېدلې ده.
ایلیف ویلي، روغتیايي مرکزونو ته د درملنې لپاره د مراجعه کوونکو ماشومانو شمېر په چټکۍ زیات شوی او د خوارځواکۍ د تر ټولو سختو پېښو ۸۰ سلنه له دوو کلونو کم عمره ماشومان دي.
هغه خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت بشري مرستندویه ادارې اړې کړې چې په داسې وخت کې ګڼ سخت خوارځواکي ماشومان له درملنې محروم کړي چې د هغوی اړتیا تر بل هر وخت زیاته ده.
دغه سازمان وايي، په میلیونونو خوارځواکي افغان ماشومان د مرستو له پرې کېدو سره مخ دي چې پایله یې د هغو مړینې کېدای شي چې د مخنیوي وړ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د بېړنیو خوراکي مرستو او د خوارځواکۍ د درملنې پروګرامونو لپاره شاوخوا ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
دغه سازمان وايي، تر ژمي مخکې د حادې لوږې د اړتیاوو د پوره کولو او د بشري وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو اضافي بودجې ته اړتیا لري.
ایلیف ویلي، د بودجې د کمښت له امله دغه سازمان د کال په لومړۍ نیمایي کې د خلکو ټولې خوراکي اړتیاوې نه شوې پوره کولای او خبرداری یې ورکړی چې ژمي ته له رسېدو مخکې میاشتې د خوړو د خوندیتوب لپاره خورا مهمې دي.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویاندې اولګا چریوکو ویلي، ډېر افغانان د بېوزلۍ، لوږې، اقلیمي ناورینونو، پورونو او د خپلو کورنیو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو له دوامدارې مبارزې ستړي شوي دي.
سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دوو لسیزو جګړه پای ته رسېدلې، د خوړو نړیوال پروګرام او بشري مرستندویه ادارې اټکل کوي چې ۳.۷ میلیونه افغان ماشومان او ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به له خوارځواکۍ سره مخ شي.
اوچا وايي، د افغانستان د ۱۴۰۵ کال بشري مرستو پلان له جدي مالي کمښت سره مخ دی او تر اوسه یې یوازې ۲۶ سلنه اړین تمویل ترلاسه کړی دی.