د بشري حقونو سازمان «هنګاو» راپور ورکړی چې ایراني چارواکو د رضوي خراسان ولایت په تایباد مرکزي زندان کې د درې افغان وګړو او یوه بلوچ بندي په ګډون لږ تر لږه پنځه بندیان په پټه اعدام کړي دي.
د هنګاو د معلوماتو له مخې، دغه اعدامونه د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۷مه سهار وختي ترسره شوي دي.
د وژل شویو افغانانو په توګه ۵۶ کلن ملا ربیع عبدالحمیدي د شبرغان، د هغه ۲۴ کلن وراره سخي عبدالحمیدي چې هغه هم د شبرغان اوسېدونکی و، او ۲۷ کلن قائد نصیري د کندوز اوسېدونکی، پېژندل شوي دي.
د هنګاو په وینا، دوه نور اعدام شوي بندیان ۳۷ کلن مظفر میناپور د تایباد اوسېدونکی او ۴۰ کلن نادر ابیل بلوچ بندي وو.
له قضیو سره د اشنا سرچینو هنګاو ته ویلي چې ربیع عبدالحمیدي او سخي عبدالحمیدي دوه کاله مخکې د نشهیي توکو اړوند قضیه کې نیول شوي وو. نصیري څلور کاله، ابیل پنځه کاله او میناپور درې کاله په زندان کې تېر کړي وو، چې وروسته د ایران قضايي ادارو ټول پنځه کسان د نشهیي توکو اړوند تورونو له امله د اعدام په سزا محکوم کړل.
د هنګاو د راپور له مخې، د ایران دولتي رسنیو او قضايي ادارو تر اوسه د دغو پنځو کسانو د اعدام په اړه رسمي خبر نه دی خپور کړی.
په ایران کې د اعدام د سزا د پلي کېدو په اړه د بشري حقونو سازمانونو په وار وار اندېښنې څرګندې کړې دي. د نشهیي توکو اړوند قضیې په دغه هېواد کې د اعدام د حکمونو له مهمو مواردو څخه دي، او افغان کډوال هم په ورته قضیو کې د اعدام له سزا سره مخ شوي دي.