Search

د فوټسال ملي لوبډله نن په لومړۍ لوبه کې له تایلنډ سره مخ کېږي

News image
11 زمری 1405 - 12:52

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن، د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۱۱مه، د کانټینینټل کپ په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د کوربه تایلنډ د ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي، چې دغه لوبه به د کابل پر وخت د ماښام په ۶ بجو پیل شي.

افغانستان د کانټینینټل کپ په سیالیو کې له تایلنډ، ویتنام، نیوزیلنډ او روسیې سره په یوه ګروپ کې دی او ټاکل شوې په راتلونکو ورځو کې د دغو لوبډلو پر وړاندې هم سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان د روزونکي پلاوي هیله څرګنده کړې، چې ملي لوبډله به په دې سیالیو کې ښه فعالیت وکړي او د پام وړ پایلې به ترلاسه کړي.

د کانټینینټل کپ فوټسال سیالۍ د اګست له لومړۍ تر شپږمې د تایلنډ په کوربه‌توب ترسره کېږي. په دې سیالیو کې د افغانستان، تایلنډ، ویتنام، نیوزیلنډ او روسیې په ګډون پنځه لوبډلې برخه لري.