د درېیم پړاو د نړیوال سوپر لیګ شل اوریزو کرکټ سیالیو په پایلوبه کې ګیانا امازون واریرز لوبډلې سان فرانسیسکو ته په شپږو منډو ماتې ورکړه او پرلهپسې یې د دویم ځل لپاره د دې سیالیو اتلولي خپله کړه.
په پایلوبه کې امازون واریرز د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۶ منډې هدف وټاکه، خو سان فرانسیسکو لوبډله ونه توانېده چې دغه هدف ترلاسه کړي او په شپږو منډو یې ماتې ومنله.
د امازون واریرز په ګټه افغان الراونډر محمد نبي درې لوبغاړي وسوځول او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.
د نړیوال سوپر لیګ شل اوریزې سیالۍ د لنډمهاله او چټک کرکټ له مشهورو سیالیو څخه دي چې د بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي پکې د ځانګړو لوبډلو په استازیتوب ګډون کوي. امازون واریرز د دې سیالیو په درېیم پړاو کې هم خپل پیاوړی فعالیت ته دوام ورکړ او په پایلوبه کې یې د سان فرانسیسکو پر وړاندې د کم هدف په دفاع کولو سره اتلولي وګټله.