Search

نورستان کې د دوو نورو کسانو جسدونه وموندل شول

News image
11 زمری 1405 - 10:16

د نورستان د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم وايي، د دغه ولایت په مرکز پارون ښار کې د وروستیو سېلابونو له امله د لادرکو کسانو له ډلې د دوو نورو کسانو جسدونه موندل شوي دي، چې ورسره په دغو سېلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

صمیم وايي، دغه دوه کسان د شنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ کال د زمري په ۱۰مه، د ژغورنې عملیاتو په ۱۳مه ورځ وموندل شول چې دواړه نارینه دي.

دغه سېلابونه د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۲۹مه د نورستان ولایت په مرکز پارون کې راغلي وو چې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ یې دغه ولایت ته د شاوخوا ۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت مالي زیانونه اړولي دي.

د سېلابونو له امله د رامنځته شوې مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو کچه په داسې حال کې لوړیږي، چې نورستان د غرنیو سیمو له امله د طبیعي افتونو، په ځانګړي ډول د سېلابونو او ځمکې ښویېدنې، له خطر سره مخ ولایتونو څخه ګڼل کېږي.