د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو دفتر (UNODC) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په افغانستان کې د افغان کډوالو د پراخې راستنېدنې او روان بشري وضعیت له امله د انسان قاچاق د مخ په زیاتېدونکو خطرونو د مخنیوي لپاره د لا قوي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د دغو دوو ادارو لهخوا د د انسان قاچاق پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت په ګډه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې میلیونونه افغانان له ایران او پاکستان څخه د راستنېدو پر مهال د انسان قاچاق، استثمار او ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ دي، ځکه ډېری یې هغو سیمو ته ستنېږي چې له بېوزلۍ، محدودو خدمتونو او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
UNODC او IOM ویلي، ښځې، ماشومان، کورني بېځایه شوي، بېرته راستانه شوي او نور زیانمنونکي کسان د انسان قاچاق، جبري کار او د استثمار سره، د نورو ډولونو په پرتله تر ټولو زیات مخ دي. دغو ادارو د یادو کسانو د خوندیتوب لپاره د همغږو او ګډو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دواړو ادارو له ملي چارواکو، بشري مرستندویو بنسټونو او نړیوالو شریکانو غوښتي چې د انسان قاچاق د مخنیوي تدابیر پیاوړي کړي، د قربانیانو د پېژندنې او ساتنې خدمات ښه کړي، د قانون پلي کوونکو ادارو ترمنځ همکاري پراخه کړي او د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات کړي.
په اعلامیه کې همدارنګه ټینګار شوی چې د انسان قاچاق د اصلي لاملونو د له منځه وړلو لپاره باید د خلکو د معیشت، زدهکړو او بنسټیزو خدمتونو د لاسرسي فرصتونه پراخ شي او ډاډ ترلاسه شي چې قربانیان له هر ډول تبعیض پرته اړین ملاتړ او خوندیتوب ترلاسه کوي.
ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به له خپلو شریکانو سره د انسان قاچاق د مخنیوي، د قربانیانو د ساتنې او د قاچاقبرانو د حسابورکولو لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.