په زابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، د دغه ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان وژل شوي، چې د هلمند ولایت اوسېدونکي وو.
د یادې قومندانۍ په وینا، پېښه تېره شپه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره
د یوه ټېلر او پرېمو موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
بلخوا، تېره ورځ په فراه ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله یو
کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وو.
افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړوي. د
خرابو سړکونو، د ترافیکي اصولو نه مراعات، بېاحتیاطه موټر چلول او د موټرو تخنیکي
ستونزې د دغو پېښو له مهمو لاملونو څخه بلل کېږي. د کابل ـ کندهار لویه لاره هم د
هېواد له هغو مهمو لویو لارو څخه ده چې وخت ناوخت پکې خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته
کېږي.