د پروان – بامیان لویه لاره چې د پرونیو سېلابونو له امله د پروان ولایت د شینواري او سیاهګرد ولسوالیو په ځینو برخو کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، د لارې تر پاکولو وروسته بېرته د موټرو د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
د پروان ولایت د طالبانو د والي ویاند سید حکمت الله شمیم ویلي، د
سېلابونو له امله د پاتې شویو خټو او نورو خنډونو د پاکولو چارې بشپړې شوې او یاده
لویه لاره تېره شپه د شپې په ۱۲ بجو د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
د هغه په وینا، اوس په دې لاره د موټرو تګ راتګ په عادي ډول روان دی
او هغه ټول خنډونه چې د شینواري او سیاهګرد ولسوالیو په ځینو برخو کې د سېلابونو
له امله رامنځته شوي وو، لرې شوي دي.
د پروان – بامیان لویه لاره د مرکزي ولایتونو او کابل ترمنځ له مهمو
مواصلاتي لارو څخه ده، چې د سېلابونو له امله یې تړل کېدو د څو ساعتونو لپاره د
مسافرو تګ راتګ او د توکو لېږد له ستونزو سره مخ کړی و.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سختو
بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، د اوبو لارې ډکې شوې او ځینې لویې لارې هم د
ترافیکو پر مخ تړل شوې دي. ځايي چارواکي موسمي سخت بارانونه او د روانو اوبو
زیاتوالی د وروستیو سېلابونو اصلي لاملونه بولي.