رویټرز د څلورو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ایران د روانې ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په میاشت کې د سپاه پاسداران انقلاب قوماندانان، پوځي سلاکاران او د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو اړوند تجهیزات یمن ته لېږدولي دي.
د راپور له مخې، د دوو ایراني سرچینو، د یمن د حکومت د اطلاعاتو وزیر او یوه سیمهییز امنیتي شنونکي په وینا، دغه لېږد د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۲۲مه له تهران څخه یمن ته د یوې الوتنې له لارې ترسره شوی دی.
رویټرز لیکلي چې په دې الوتنه کې د سپاه پاسداران د ۱۰ او ۲۱ ترمنځ غړي، چې لوړپوړي قوماندانان هم په کې شامل وو، سپاره وو. ټاکل شوې وه الوتکه د حوثیانو تر ولکې لاندې پلازمېنه صنعا کې ښکته شي، خو پر صنعا هوايي ډګر تر برید وروسته یې مسیر د سره سمندر پر غاړه د حدیده بندر ته بدل شوی دی.
سرچینو رویټرز ته ویلي، د دغو ځواکونو د لېږد موخه د حوثیانو د عملیاتو ملاتړ او د نویو توغندیزو سیسټمونو د کارولو په برخه کې هغوی ته روزنه ورکول وو. راپور همداراز ادعا کوي چې په دې بار کې د لنډ واټن او منځني واټن توغندیو او بېپیلوټه الوتکو اړوند پرزې هم شاملې وې.
د راپور په وینا، دا اقدام داسې مهال شوی چې په سره سمندر کې د بېړیو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. حوثیانو تر دې وړاندې په دې سیمه کې پر بېړیو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
خو ایران دغه ادعاوې نه دي تایید کړې او تر دې وړاندې یې څو ځله یمني حوثیانو ته د توغندیزو وړتیاوو د لېږد راپورونه رد کړي دي. د حوثیانو یوه رسنیز چارواکي هم دا ادعاوې «دروغ او جوړې شوې» بللې او ویلي یې دي چې په یادې الوتنه کې سپاره کسان ملکي مسافر وو.