د هنګاو د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې، په ایران کې درې افغان وګړي د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتې له اعتراضونو سره د تړلو تورونو په تړاو د اصفهان د انقلاب محکمې له لوري پر اعدام محکوم شوي دي. دغه راپور څو ورځې وروسته له هغه خپور شوی چې ویل شوي وو، په همدې قضیه کې یو بل افغان بندي په پټه اعدام شوی دی.
د هنګاو په وینا، افشار شاه احمدي، ایمان شفایي او صدرالدین احمدزاده د اصفهان د انقلاب محکمې یوې څانګې په اعتراضونو کې د یوه پولیسو مرکز د سوځولو په تور پر اعدام محکوم کړي دي.
د راپور له مخې، ایراني امنیتي ځواکونو یاد درې کسان د ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۲۰مه د اصفهان په ښار کې نیولي وو. ویل کېږي، هغوی د ۴۰ ورځو لپاره د ایران د استخباراتو وزارت په یوه توقیف ځای کې له خپلو کورنیو او بهرنۍ نړۍ سره له هر ډول اړیکو پرته ساتل شوي وو.
راپور زیاتوي، ایمان شفایي چې له نیول کېدو وړاندې یې د تنفسي ناروغۍ سابقه لرله، د اوږدو څېړنو او په توقیف کې د مناسبې طبي درملنې د نه ترلاسه کولو له امله په سختې سالنډۍ اخته شوی دی. د راپور له مخې، نوموړي ته لا هم اړینه درملنه او درمل نه ورکول کېږي.
د هنګاو د معلوماتو له مخې، افشار شاه احمدي او ایمان شفایي له خپلو کورنیو سره په اصفهان کې اوسېدل، خو صدرالدین احمدزاده د کار لپاره ایران ته تللی و.
هینګاو همدارنګه ویلي چې، د «علیخاني څلورلارې» د قضیې دوه تورن کسان د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۲۸مه د اصفهان په مرکزي زندان کې په پټه اعدام شوي دي. د راپور له مخې، له اعدام شویو کسانو څخه یو یې ۲۳ کلن افغان وګړی ګل محمد محمدي و.
ایراني چارواکو تر اوسه د هینګاو د راپور، د اعدام د حکمونو او یادو تورونو په اړه څه نه دي ویلي، او دغه ادعاوې هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.