Search

طالبانو د پشه ‌یي ژبې الفبا اصلاح او تصویب کړه

News image
1 زمری 1405 - 11:54

د طالبانو تر ادارې لاندې د علومو اکاډمۍ ویلي، چې د متخصصانو د یوې کمېسیون له‌خوا یې د پشه‌یي ژبې الفبا بیاکتنه او اصلاح کړې او له لیکوالانو، ښوونکو، رسنیو او د دې ژبې له نورو کاروونکو یې غوښتي، چې د پشه‌یي ژبې د معیاري کېدو او پراختیا لپاره له اصلاح شوې الفبا څخه کار واخلي.

د اکاډمۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان د بېلابېلو قومونو، ژبو او بډایو فرهنګونو ګډ کور دی او د هېواد هر قوم د خپلې ژبې او شفاهي ادبیاتو له لارې د افغانستان د فرهنګي تنوع او ملي پانګې په بډاینې کې مهم رول لوبولی دی.

د خبرپاڼې له مخې، پشه‌یي د افغانستان له لرغونو آریایي ژبو څخه ده او زرګونه افغانان یې د خپلې اړیکې او فرهنګ د ژبې په توګه کاروي. اکاډمۍ ویلي، چې د فرهنګیانو، لیکوالانو، څېړونکو، ویناوالو او لوستو کسانو د غوښتنو او علمي اړتیاوو پر بنسټ، د متخصصانو یوې کمېسیون د علمي او مسلکي اصولو له مخې د پشه‌یي ژبې الفبا بیاکتنه او اصلاح کړې او له علمي ارزونې وروسته یې د عامې کارونې لپاره چمتو کړې ده.

اکاډمۍ هیله څرګنده کړې، چې لیکوالان، څېړونکي، ښوونکي، رسنۍ او د پشه‌یي ژبې نور کاروونکي به په خپلو علمي، فرهنګي او ښوونیزو فعالیتونو کې له دې اصلاح شوې الفبا څخه ګټه واخلي، څو د دې لرغونې ژبې د معیاري کېدو، ودې او لا پراختیا لپاره ګډ او اغېزمن ګامونه پورته شي.

د یادونې وړ ده، چې پشه‌یي د افغانستان له سیمه‌ییزو ژبو څخه ده او ډېری ویونکي یې د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کونړ او نورستان په ولایتونو کې ژوند کوي. د ژبپوهانو په باور، د یوې ژبې د معیاري لیکدود رامنځته کېدل د هغې ژبې د ښوونیز، علمي او فرهنګي پرمختګ لپاره مهم ګام ګڼل کېږي.