د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغه وزارت د عامه ساتنې د امنیتي تصدۍ او د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ د هېواد د څلورو مهمو اقتصادي پروژو د امنیت د تأمین تړون لاسلیک شوی دی.
د یاد وزارت د ۱۴۰۵ کال د
زمري په لومړۍ، پنجشنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې تړون له مخې به د
عامه ساتنې د امنیتي تصدۍ ځواکونه د عینک د مسو کان، د بدخشان د لاجوردو کان، د
شبرغان–مزار د ګازو نللیکې او د آمو سیند د نفتو پروژې امنیت د مسلکي او روزل
شویو امنیتي ځواکونو په وسیله تأمینوي.
د خبرپاڼې له مخې، د دې تړون موخه د یادو مهمو اقتصادي پروژو د پلي
کېدو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کول، د پانګونې ملاتړ او د هېواد د طبیعي
سرچینو د استخراج بهیر ته اسانتیا برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې طالبان په وروستیو کلونو کې د کانونو، انرژۍ او
ترانزیټي پروژو د پراختیا لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب هڅې زیاتې کړې
دي. د عینک د مسو کان، د آمو سیند د نفتو پروژه او د لاجوردو کان د افغانستان له
مهمو اقتصادي پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د چارواکو په وینا، د دغو پروژو بشپړېدل به د
پانګونې، کارموندنې او اقتصادي ودې په برخه کې مهم رول ولوبوي.