د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې (FIA) ویلي، چې د کراچۍ په ښار کې یې څلور کسان د افغان وګړو لپاره د جعلي هویتي اسنادو د برابرولو په تور نیولي دي.
ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې نیول شوي کسان د پاکستان د ملي معلوماتو او احوال ثبت ادارې (نادرا) کارکوونکي دي.
د راپور له مخې، د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغو کسانو افغان وګړو ته د جعلي هویتي اسنادو په صادرولو، د ثبت شویو معلوماتو په بدلولو او نورو ناقانونه فعالیتونو کې لاس درلود.
د دغې ادارې په وینا، شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د نادرا درې کارکوونکي په دې تور نیول شوي وو، چې یوه افغان وګړي ته یې، چې په زندان کې بندي و، د پاکستان ملي پېژندپاڼه صادره کړې وه.
دا نیونې داسې مهال ترسره کېږي، چې پاکستان په وروستیو اوونیو کې له خپل هېواده د افغان کډوالو د اجباري ایستلو بهیر چټک کړی او هره ورځ زرګونه افغان کډوال د دغه هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.