Search

طالبان: نږدې ۶۰۰ کډوالې کورنۍ پرون افغانستان ته راستنې شوې

News image
1 زمری 1405 - 08:12

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون ویلي، چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۳۱مه نږدې ۶۰۰ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

د کمېسیون د شمېرو له مخې، له دې ډلې ۴۵۵ کورنۍ د تورخم، ۴۹ کورنۍ د سپین‌بولدک، ۲۰ کورنۍ د اسلام‌کلا او ۴۸ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو لارې له لارې هېواد ته داخلې شوې دي.

د سرچینې په وینا، تر دې یوه ورځ مخکې هم له ۶۰۰ څخه ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې وې.

په وروستیو اوونیو کې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنېږي.

د یادونې وړ ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر دې وړاندې ویلي وو، چې د ۱۴۰۴ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۳.۳ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.