د هند د بهرنیو چارو وزارت د نورستان ولایت په مرکز پارون کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او زیانونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې له سېلاب ځپلو سره یې د بشري مرستو یوه محموله هم استولې ده.
د دغه وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي، په دغو مرستو کې خوراکي توکي
او خېمې شاملې دي، چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ته سپارل شوې
دي، څو پر زیانمنو کورنیو ووېشل شي.
د جېسوال په وینا، هند په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانانو ملاتړ او
لاسنیوي ته ژمن دی.
د یادونې وړ ده، چې د نورستان په مرکز پارون او یو شمېر نورو سیمو کې
وروستیو سختو سېلابونو پراخ مالي زیانونه اړولي او ګڼو کورنیو ته یې مرګ ژوبله هم
رسولې ده.