Search

بلومبرګ: بریتانیا امریکا ته د ایران پر ضد د بریدونو لپاره د خپلو پوځي اډو د کارولو اجازه ورکړې

News image
31 چنګاښ 1405 - 08:17

بلومبرګ راپور ورکړی، چې د بریتانیا نوي لومړي وزیر انډي برنهام د امریکايي ځواکونو له‌خوا د ایران پر ضد د بریدونو لپاره د دغه هېواد د ځینو پوځي اډو د کارولو اجازه ورکړې ده.

د راپور له مخې، دا پرېکړه د پخواني لومړي وزیر کېیر سټارمر د حکومت د تګلارې دوام ګڼل کېږي.

بلومبرګ وايي، د دې تګلارې له مخې د هند سمندر په ډیاګو ګارسیا او د انګلستان په RAF Fairford پوځي اډې د امریکايي الوتکو لپاره د هغو عملیاتو په موخه کارېدلی شي، چې واشنګټن یې د ایران د ګواښونو پر ضد ترسره کوي.

د راپور له مخې، انډي برنهام تر لومړي وزیر کېدو وروسته د پخواني حکومت له دې پرېکړې خبر شوی او د هغې د دوام ملاتړ یې کړی دی.

دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران پر ضد د خپلو بریدونو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په وروستیو بریدونو کې یې د ایران پوځي قوماندانۍ، د توغندیو د توغولو مرکزونه او هوايي دفاعي سیسټمونه په نښه کړي دي.

بلومبرګ زیاتوي، چې د امریکا د عملیاتو لپاره د بریتانیا د پوځي اډو کارول په دغه هېواد کې له کورنیو نیوکو سره هم مخ شوي دي. د شنو ګوند او لیبرال ډیموکراټانو په ګډون ځینو سیاسي جریانونو خبرداری ورکړی، چې دا اقدام ښايي بریتانیا د دغو پوځي بریدونو په حقوقي پایلو کې شریکه کړي.

په ورته وخت کې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغو څرګندونو هم اندېښنې راپارولي، چې د ایران د ملکي زیربناوو د احتمالي په نښه کولو په اړه یې کړې دي. د بریتانیا چارواکو ویلي، چې دا ډول بریدونه ښايي حقوقي پایلې ولري.

بلومبرګ د راپور په پای کې ویلي، چې انډي برنهام تر لومړي وزیر کېدو وروسته له ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې هم کړې دي. دواړو لورو د سوداګرۍ، پوځي همکارۍ، د شمالي سمندر د نفتو او د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د امنیت په اړه بحث کړی دی.