Search

ډونالډ ټرمپ د امریکا د جګړو د تلفاتو شمېر له ایران سره د پوځي نښتې له مرګ ژوبلې سره پرتله کړ

News image
31 چنګاښ 1405 - 08:05

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې تروث سوشال کې د یوه پیغام په خپرولو سره د امریکا د یو شمېر جګړو او پوځي نښتو د تلفاتو شمېر له ایران سره د وروستۍ پوځي نښتې له مرګ ژوبلې سره پرتله کړی دی.

ټرمپ د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۳۰مه، دوشنبه لیکلي، چې د افغانستان شل کلنې جګړې دوه زره امریکايي سرتېري وژلي، د عراق په نهه کلنه جګړه کې څلور زره او ۶۰۰، د ویتنام په ۱۹ کلنه او پنځه میاشتنۍ جګړه کې ۵۸ زره او ۲۲۰، او د کوریا په درې کلنه او یوه میاشتنۍ جګړه کې ۳۶ زره او ۵۷۴ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

هغه همداراز ادعا کړې، چې د ده په وینا په «د وینزویلا جګړه» کې، چې یوازې یوه ورځ یې دوام کړی، هېڅ سرتېری نه دی وژل شوی. ټرمپ زیاته کړې، چې له ایران سره په څلور میاشتنۍ پوځي نښته کې هم ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

ټرمپ په خپل پیغام کې د دغو شمېرو د سرچینې او یا هم د دې پرتلې د خپرولو د موخې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.